په ننګرهار کې ۷ زره نشهیي ګولۍ نیول شوې

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې ۷ زره نشهیي ټابلیټونه کشف او ضبط کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې څلور تنه له یادو نشهیي ګولیو سره یوځای نیول شوي دي.
چارواکو ویلي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له بشپړو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

