په ټکساس کې د خصوصي الوتکې د لوېدو پېښه؛ یو کس وژل شوی

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، یوه خصوصي الوتکه چې د مکسیکو له لاس کابوس نړیوال هوايي ډګر څخه الوتلې وه، د امریکا د ټکساس ایالت په لاریډو ښار کې نسکوره شوې ده.

راپورونه وایي، په الوتکه کې شپږ کسان سپاره وو چې د پېښې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د نورو سپرلیو د وضعیت په اړه لا بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ژغورنې او بیړنیو مرستو ډلې د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته د الوتکې دننه د بند پاتې کسانو د ژغورلو لپاره بېړني عملیات ترسره کړي او د کابین له کړکیو یې د لاسرسي هڅه کړې ده.

چارواکو ویلي، د الوتکې د نسکورېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او اړوندو ادارو په دې اړه رسمي څېړنې پیل کړې دي.

د هوايي چلند مسؤلین وایي، د پېښې د څرنګوالي او لاملونو د روښانه کېدو لپاره به د الوتکې تخنیکي وضعیت، د الوتنې شرایط او نور اړوند عوامل په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا