په کندهار کې یوې ښځې خپل مېړه په تبر وژلی

د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي، یو ځوان د کندهار ښار په اوومه امنیتي حوزه کې د تبر په ګوزارونو وژل شوی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشیدي ویلي، پېښه نن سهار (چهارشنبه، د زمري ۲۱مه) د کندهار ښار د کوبي سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

نوموړي ویلي، یوې ښځې له یوه بل سړي سره په ګډه خپل مېړه، روزخان، په تبر وژلی دی. د جمشیدي په وینا، په پېښه کې ښکېل یو کس له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د سرچینو په وینا، وژل شوی روزخان د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی و او په کندهار ښار کې یې ژوند کاوه. د پېښې د انګېزې په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په ورته پېښو کې کورنی تاوتریخوالی د کورنۍ د ثبات، رواني روغتیا او ټولنیز نظم لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

کارپوهان ټینګار کوي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید د تاوتریخوالي اصلي عوامل وپېژندل شي او د مخنیوي اغېزمنې لارې چارې ورته ولټول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا