په ګرمو ورځو کې ګرم چای غوره دی که یخ مشروبات؟

په ګرمو ورځو کې ډېری خلک د تندې د ماتولو لپاره یخ مشروبات غوره کوي، خو روغتیايي سپارښتنې ښيي چې په ځینو شرایطو کې ګرم چای هم د بدن د تودوخې په کمولو کې اغېزمن تمامېږي.

کارپوهان وایي، کله چې انسان په پرانیستې فضا یا ښه هوا لرونکي ځای کې ګرم چای وڅښي، بدن د خولې کولو بهیر زیاتوي او له همدې لارې اضافي تودوخه بهر کوي. د خولې د تبخیر له امله بدن په طبیعي ډول یخېږي او د تندې احساس هم کمېږي.

دوی ټینګار کوي، دا اغېز هغه وخت رامنځته کېږي چې د هوا جریان موجود وي. که څوک په تړلې او ګرمه خونه کې وي، نو ګرم چای د بدن د لا ډېرې ګرمۍ احساس لامل کېدای شي. په داسې حالت کې یخ اوبه او نور سړه مشروبات مناسب انتخاب ګڼل کېږي.

د روغتیايي معلوماتو له مخې، یخ مشروبات که څه هم د لنډ وخت لپاره د یخوالي احساس ورکوي، خو اغېز یې دوامدار نه وي. بدن د یخو مایعاتو له څښلو وروسته خوله کول کموي او اضافي تودوخه په بشپړه توګه نه باسي، له همدې امله د تندې احساس بېرته ژر راګرځي.

کارپوهان سپارښتنه کوي چې په اوړي کې باید د بدن د اوبو اړتیا په منظم ډول پوره شي. د لیمو طبیعي جوس، د ناریال اوبه، د مېوو او سبزیو طبیعي جوسونه، کم‌غوړه شیدې، ګرم او یخ چای او د بوټو چای د مناسبو مایعاتو له ډلې شمېرل کېږي.

همداراز سپارښتنه شوې چې له ګاز لرونکو او ډېر شکري مشروباتو څخه ډډه وشي، ځکه د بدن د اوبو اړتیا په سمه توګه نه پوره کوي او د زیات شکر او کالوریو له امله پر روغتیا ناوړه اغېز کولای شي.

روغتیايي متخصصان خبرداری ورکوي چې سخته ګرمي د بدن د اوبو او مالګې توازن ګډوډوي، د وینې فشار راټیټوي او پر زړه اضافي فشار واردوي. که بدن له سختې ګرمۍ سره مخ شي، د سر ګرځېدو، زړه بدوالي، سر درد، د عضلو درد، ډېرې خولې، ستړیا او کمزورۍ نښې رامنځته کېدای شي، چې په داسې حالت کې باید سمدستي کافي مایعات وڅښل شي او انسان یخ او مناسب ځای ته ولاړ شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا