په یوه ورځ ۵۱۷ کډوالې کورنۍ راستنې او ۷۵۳ کورنیو ته نمرې ووېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۷ افغان کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲ زره او ۷۹۷ تنو ته رسېږي، د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو بېرته افغانستان ته راستانه شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یادې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پُل او اسلامکلا له لارو هېواد ته داخلې شوې او د ثبت، لېږد، روغتیايي خدمتونو، نغدي مرستو او عامه پوهاوي په برخو کې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
راپور زیاتوي چې ۱۰۱۸ کورنۍ، چې ۵ زره او ۷۲۲ غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. همداراز، په ننګرهار، فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو کې ۷۵۳ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې نمرې هم وېشل شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او بیا مېشتېدو بهیر په منظم ډول روان دی او تر دې مهاله د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټولیز شمېر ۳۷ زره او ۷۱۳ ته رسېدلی دی.

