په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې سبا جمعه د غبرګولي لومړۍ نېټه د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.

یاد وزارت ویلي، د بدخشان، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، میدان‌وردګو، لغمان، کونړ، نورستان، ننګرهار، پکتیا او خوست په ګډون په یو شمېر سیمو کې د شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو احتمال شته.

د خبرپاڼې له مخې، په ځینو ولایتونو کې به د تېزو بادونو، دوړو او خاورو کچه هم لوړه وي، چې ښايي د خلکو ورځنی ژوند، تګ‌راتګ او کرنیزې چارې اغېزمنې کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له هېوادوالو غوښتي، څو د هوا پېژندنې ریاست خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي او د احتمالي زیانونو مخنیوي لپاره اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا