په ۲۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۲۱ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ورښتونو اټکل په کابل، بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشیر، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل او غور ولایتونو کې شوی دی.

هواپېژندنې ادارې ویلي، په یادو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو پورې وي. دغه راز په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې یې د لنډمهاله تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د خوست والي ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې وروستیو سېلابونو د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د دوکانو کلي یو شاوخوا ۵۰ کلن اوسېدونکی هم له ځان سره وړی او مړ شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا