پکتیا کې درې کسان د نشهیي توکو د لېږد په تور ونیول شول

د پکتیا امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو کس د نهه کیلوګرامه چرسو د لېږد په تور نیول شوی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي، نیول شوي کس هڅه کوله چې یاد نشهيي توکي کابل ته ولېږدوي، خو د پولیسو له لوري ونیول شو.
نوموړي زیاته کړې چې د سیدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم دوه نور کسان د دوه نیم کیلوګرامه چرسو د لېږد په تړاو نیول شوي دي.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ټینګار کړی چې د نشهيي توکو د قاچاق، لېږد او پلور پر ضد مبارزه دوام لري او امنیتي ځواکونه به د قانون ماتونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

