پکتیا کې له پاکستانه قاچاق کېدونکې ۲۴ میله وسلې کشف شوې

د پکتیا امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په «نري» سیمه کې، ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې، د کشفي عملیاتو پر مهال ۲۰ میله تومانچې او څلور میله ټوپک کشف او ضبط شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو په وینا، لومړنۍ موندنې ښيي چې یادې وسلې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته لېږدول کېدې، خو د عملیاتو پر مهال د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
مسوولینو ټینګار کړی چې د وسلو د قاچاق د مخنیوي او د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره کشفي او امنیتي عملیات دوام لري، او د دې پېښې په تړاو یې څېړنې هم روانې دي.

