پکتیا کې پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو او مهماتو زېرمه کشف شوه

د کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري چینې په سیمه کې د کشفي عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
د وزارت په وینا، په ترلاسه شویو مهماتو کې ۸ زره د MP مرمۍ، ۱۲ د لاسي بمونو مرمۍ او ۵۰۰ د دهشکې مرمۍ شاملې دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه مهمات د قاچاق لپاره چمتو شوي وو او ټاکل شوې وه پاکستان ته ولېږدول شي، خو امنیتي ځواکونو تر لېږد مخکې کشف او ضبط کړل.
کورنيو چارو وزارت زیاته کړې، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د عاملینو هویت تثبیت شوی او له بشپړو څېړنو وروسته به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

