پکتیکا کې د سړک رغونې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت ویلي، پکتیکا ولایت کې د ښرنې ـ مټاخان او د پکتیا تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې په چټکۍ روانې دي، چې تر دې مهاله یې شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ شوی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې ده.
وزارت زیاتوي، سړک ۱۱ متره پلنوالی لري چې ۱۰ متره برخه یې په اسفالټ ډول رغول کېږي او دواړو غاړو ته نیم ـ نیم متر شولډرونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د پروژې په چوکاټ کې د ۱۶۹ پایو پلګوټو، ۴۷۴ متره استنادي دېوالونو او ۲۲۴۰ متره کانکریټي ویالو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې ډېری برخې یې بشپړې شوې دي.
د ټولګټو وزارت په وینا، د سړک رغنیزو چارو ګڼو ماهرو او غیر ماهرو کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې او له بشپړېدو وروسته به یې د ښرنې، مټاخان او زرمت ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد ستونزې تر ډېره حل شي.

