پکتیکا کې د پاکستاني هوايي برید پر مهال درې ماشومان شهیدان شوي

د طلوعنیوز د راپور له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند د کجي خېلو په سیمه کې د پاکستاني هوايي برید پر مهال دوه استوګنیز کورونه په نښه شوي دي.
راپور وایي چې په یاد برید کې درې ماشومان شهیدان شوي چې یوه نجلۍ او دوه هلکان پکې شامل دي. د سرچینې په وینا، د شهیدو شویو ماشومانو عمرونه له لسو کلونو کم وو.
د معلوماتو له مخې، برید ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې او د استوګنې کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ یې کورنیو ته درانه زیانونه هم اړولي دي. سیمې ته نږدې اوسېدونکو ویلي چې د برید له امله د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د پېښې د نورو جزئیاتو او احتمالي زیانونو د څرنګوالي په اړه معلومات راټولېږي، خو تر اوسه د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې په رسمي ډول نه دي اعلان شوې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان پر ختیځو او سوېل ختیځو سیمو وروستي هوايي بریدونه د پراخو غبرګونونو سبب شوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

