پکتیکا کې ۲۶ تاریخي اثار کشف او یو کس نیول شوی

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې ۲۶ تاریخي اثار کشف او ضبط کړي او په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، یاد اثار د کتواز ولسوالۍ په مسیر کې د تلاشي پر مهال ترلاسه شوي دي.

په نیول شویو اثارو کې کوزې، څراغونه، لوښي او یو شمېر نور تاریخي توکي شامل دي.

مسوولین وایي، په تړاو یې یو کس هم نیول شوی او ضبط شوي تاریخي اثار به په رسمي ډول د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شي، څو د اصولو له مخې ثبت او وساتل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا