چین او شمالي کوریا نوی سړک پل پرانیست

چین او شمالي کوریا له څه باندې یوې لسیزې ځنډ وروسته د یالو سیند نوی سړک پل پرانیست.
د چین دولتي رسنیو ویلي، دغه پل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم دی.
شاوخوا درې کیلومتره اوږد دغه پل د چین سرحدي ښار ډانډونګ د شمالي کوریا له سینویجو ښار سره نښلوي.
ټاکل شوې وه چې پل په ۲۰۱۴ کال کې پرانیستل شي، خو د شمالي کوریا له لوري د اړوندو تاسیساتو جوړولو درولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا له امله یې پرانیسته وځنډېده.
چین د شمالي کوریا تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی او دوهاړخیزه سوداګري یې تېر کال ۲.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه.
سره له دې، کارپوهان تمه نه لري چې د پل پرانیسته به د سوداګرۍ د پام وړ ناڅاپي زیاتوالي لامل شي، ځکه د ملګرو ملتونو بندیزونه لا هم پر خپل ځای دي.
کارپوهان دغه اقدام د بیجینګ او پیونګیانګ ترمنځ د اړیکو د ښهوالي نښه بولي، خو وايي چې د پروژې اوږدمهاله ځنډ ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا هم له ستونزو سره مخ کېدای شي.

