چین ختیځ کې د توپان ګواښ ښوونځي او سیاحتي مرکزونه تړلي

د چین چارواکو ختیځو سیمو ته د «دلفین» توپان ورنږدې کېدو له امله ښوونځي، روزنیز مرکزونه او یو شمېر سیاحتي ځایونه تړلي دي.
د راپورونو له مخې، «دلفین» توپان د چین ختیځو سواحلو پر لور روان دی او د بادونو ثابت سرعت یې په ساعت کې شاوخوا ۱۶۲ کیلومترو ته رسېږي.
اټکل کېږي چې توپان به له ځان سره درانه ورښتونه ولري، چې ورسره د سېلابونو او ځمکښویېدنو خطر هم زیاتېدای شي.
وړاندوینه شوې چې توپان به د یکشنبې ورځې په وروستیو کې د ژیجیانګ ولایت او د ګاونډي فوجیان ولایت شمالي سیمې اغېزمنې کړي.
شانګهای ښار هم د توپان په احتمالي مسیر کې دی.
چینایي چارواکو د احتمالي ګواښونو له امله د بیړني غبرګون درېیمه درجه اعلان کړې ده.
په ژیجیانګ کې ګڼ سیاحتي مرکزونه او د ګرځندوی ځایونه د شنبې او یکشنبې لپاره تړل شوي دي.
چارواکو له هغو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د توپان له ګواښ سره مخ دي، اړین احتیاطي تدابیر ونیسي او د احتمالي سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی ولري.

