چین کې انسان‌نما روباټ خپل جوړوونکي ته لغته ورکړه

په چین کې د یوې نندارې پر مهال یوه انسان‌نما روباټ ناڅاپه خپل جوړوونکي ته لغته ورکړه او له هغه څخه یې د لرې کنټرول وسیله هم وغورځوله.

د راپور له مخې، انجنیر د روباټ ترڅنګ ولاړ و چې ناڅاپه یې حرکت وکړ او پر هغه یې د پښې ګوزار وکړ.

انجنیر له لومړي ګوزار څخه ځان څنګ ته کړ، خو روباټ یو ځل بیا هڅه وکړه چې هغه په پښه ووهي.

انجنیر له روباټه تر لرې کېدو وروسته د کنټرول وسیله بېرته واخیسته او له سیمې ووت.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

له پېښې وروسته روباټ د رزمي هنرونو د تعظیم په څېر حرکت وکړ او ننداره یې پای ته ورسوله.

د پېښې ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې او د انسان‌نما روباټونو د ناڅاپي چلند ترڅنګ یې د دغو ټکنالوژیو د ازمېښت او نندارې پر مهال د خوندیتوب موضوع هم مطرح کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا