کابلوف: افغانستان کې د روسیې ساخت پوځي تجهیزات ترمیم کېږي

ضمیر کابلوف، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، د روسیې او افغانستان ترمنځ د نظامي او تخنیکي همکاریو د هوکړې لومړی پړاو به په افغانستان کې د روسي جوړو پوځي تجهیزاتو د ترمیم او بیا فعالولو له بهیر څخه پیل شي.

روسي رسنیو د کابلوف له قوله راپور ورکړی چې دغه ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا په لړ کې مهم بلل کېږي او تمه ده د راتلونکو ګډو همکاریو لپاره لا مناسب فرصتونه برابر کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د یادې هوکړې عملي کېدل کولی شي د تجهیزاتو د ساتنې، تخنیکي ظرفیت لوړولو او اړینو برخو کې د همغږۍ د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او تخنیکي اړیکې پراخې شوې دي، او دواړه لوري هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې او منظمې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا