کابل خاک‌جبار کې د راستنېدونکو لپاره نوی ښارګوټی منظور شو

د کور او ښار جوړولو وزارت اعلان کړی چې د کابل ولایت په خاک‌جبار ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو او باعزته ژوند په موخه د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او لاسلیک شوی دی.

د وزارت په وینا، په دغه ښارګوټي کې ۴ زره او ۶۵۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي چې به اړمنو او راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته په منظم او شفاف ډول ووېشل شي.

مسوولین وایي، د دغه پروژې هدف راستنېدونکو ته د مناسبې سرپناه برابرول او د ښارونو د غیرمنظمې پراختیا مخنیوی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کړی چې د استوګنیزو پروژو پراختیا به د هېواد د ښاري ودې او ټولنیز ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا