کابل هوايي ډګر کې د مسافر په بکس کې د مرمیو اچولو تورن کارکوونکی ونیول شو

د کابل نړیوال هوايي ډګر یو موظف کارکوونکی، چې څه موده وړاندې پرې د یوه افغان مسافر له لوري د بډو اخیستو لپاره د دسیسې جوړولو تور لګېدلی و، نیول شوی دی.
د معلوماتو له مخې، یاد مسافر ادعا کړې وه چې نوموړي کارکوونکي د پیسو اخیستو په موخه د هغه په بکس کې مرمۍ ایښې وې، څو وروسته ترې د ستونزې د حل په پلمه پیسې ترلاسه کړي.
سرچینې وایي، نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپلې کړنې اعتراف کړی، چې له همدې امله له دندې ګوښه شوی او دا مهال تر قانوني او اداري څېړنو لاندې دی.
د سرچینو په وینا، د پېښې د ټولو اړخونو د روښانولو لپاره پلټنې روانې دي او له بشپړې ارزونې وروسته به د نافذه قوانینو له مخې پرې لازم تصمیم ونیول شي.

