کابل پوهنتون کې د عامې روغتیا جامع ازموینې درېیم پړاو پیلېږي

د ازموینو عمومي اداره نن په کابل پوهنتون کې د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع ازموینې درېیم پړاو تحریري ازموینه اخلي.

د یادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزي ویلي، په دې پړاو کې د انتاني ناروغیو، توبرکلوز، سینې داخلې، انستیزۍ، کوچنیانو داخلې، عمومي داخلې او جلدي څانګو ګډونوال شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع ازموینه په څلورو پړاوونو کې تنظیم شوې او د وروستي، څلورم پړاو ګډونوالو بایومتریک معلومات به د چهارشنبې په ورځ ثبت شي.

د ازموینو عمومي ادارې په وینا، جامع ازموینه د عامې روغتیا وزارت اړوند بېلابېلو تخصصي څانګو ته د ګډونوالو علمي وړتیاوو ارزونې په موخه اخیستل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا