کابل–ډهلي ترمنځ ورځنۍ دوه‌طرفه الوتنې پیل شوې

آریانا افغان هوايي شرکت د کابل – ډهلي ترمنځ دوه‌طرفه ورځنۍ الوتنې پیل کړې دي، چې له مخې یې مسافر اوس هره ورځ د دواړو ښارونو ترمنځ سفر کولای شي.

شرکت ویلي، دا اقدام د مسافرو د اړتیاوو او غوښتنو په پام کې نیولو سره شوی او موخه یې د سفر اسانتیاوو برابرول دي.

د شرکت په وینا، د دې نوې لړۍ له پیل سره به د سوداګرۍ، درملنې، زده‌کړو او کورنیو سفرونو لپاره د خلکو تګ راتګ لا منظم او چټک شي.

تر دې مخکې د کابل او ډهلي ترمنځ په اوونۍ کې یوازې څلور الوتنې ترسره کېدې، خو له دې وروسته به دا لړۍ ورځنۍ بڼه ولري، چې د مسافرو لپاره به د سفر امکانات لا زیات کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا