کابل ښاروالۍ د مولوي عبدالرشید د ګوښه کېدو او فساد ادعاوې رد کړې

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي هغه ادعاوې رد کړې چې د «اطلاعات روز» ورځپاڼې له لوري د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ګوښه کېدو او یا هم د فساد اړوندو موضوعاتو په تړاو خپرې شوې دي. نوموړي ویلي، یاد راپورونه او ادعاوې له حقیقته لرې، بې‌بنسټه او د باور وړ نه دي.

بارکزي ټینګار کړی چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د پلازمېنې د بیارغونې، ښاري پراختیا او عامه خدمتونو د پیاوړتیا چارې په پوره ژمنتیا او مسؤلیت سره پر مخ وړي او د ښار د ابادۍ بهیر له کوم خنډ پرته دوام لري.

د نوموړي په وینا، کابل ښاروالۍ د ښاریانو د هوساینې، د ښاري خدمتونو د ښه والي او د رغنیزو پروژو د پلي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کوي.

هغه له خلکو غوښتي چې د کابل ښاروالۍ اړوند معلومات له رسمي سرچینو ترلاسه کړي او هغو اوازو او راپورونو ته پام ونه کړي چې د رسمي مراجعو له تأیید پرته خپرېږي. د کابل ښاروالۍ ویاند زیاته کړې چې د کابل د بیارغونې او پراختیا چارې به په پوره ځواک، ژمنتیا او جديت سره روانې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا