کابل کې د ناسمو رواجونو او اداري فساد پر وړاندې سمینار ترسره شو

د کابل ولایت په مقام کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي، د اسلامي امارت د رهبر د ۱۷م نمبر فرمان د پوهاوي او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه دوه ورځنی سمینار ترسره شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې سمینار کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت استازو، د کابل د ولسوالیو مرستیالانو او یو شمېر اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

ویناوالو د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د فرمانونو د عملي تطبیق، له خلکو سره د ښه چلند او د اداري فساد د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

مسوولینو ویلي چې د ورته پروګرامونو موخه د اداري اصلاحاتو پیاوړتیا، د خدمتونو ښه‌والی او د ټولنې په کچه د سالمو اصولو خپرول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا