کابل کې په تېرو پنځو کلونو کې ۱۵۰ نوي رسټورانټونه پرانیستل شوي

د کابل د هوټلونو او رسټورانټونو ټولنه وایي، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې کابل ښار کې ۱۵۰ نوي رسټورانټونه پرانیستل شوي چې له امله یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، دا مهال کابل کې نږدې دوه زره واړه او لوی رسټورانټونه فعالیت کوي او شاوخوا ۲۵ زره کسان پکې پر کار بوخت دي.
د ټولنې په وینا، د رسټورانټونو د شمېر زیاتوالی د پانګونې، کورني بازار د پراختیا او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو څرګندونه کوي او د خدماتو په برخه کې یې د پام وړ بدلون رامنځته کړی دی.
مسوولین هیله څرګندوي چې د مناسب سوداګریز چاپېریال په دوام سره به دې سکټور کې پانګونه او د کار فرصتونه لا زیات شي.

