کالیفورنیا کې سختې اورلګېدنې بېړنی حالت رامنځته کړی

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په یوه صنعتي کارخونه کې د سختې اورلګېدنې له امله سیمه له بېړني حالت سره مخ شوې او ځایي چارواکو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې دې له خپلو کورونو بهر نه وځي.
د راپورونو له مخې، د اور لمبې او لوګي تر لرې واټنه لیدل شوي او د پېښې له امله شاوخوا سیمو کې اندېښنې زیاتې شوې دي.
پولیسو د سیمې اړوند مهم سړکونه او لارې تړلې او موټر چلوونکو ته یې د بدیلو لارو د کارولو سپارښتنه کړې ده، څو د ژغورنې او اور وژنې ډلې وکولای شي خپل عملیات په اسانه ترسره کړي.
ځايي چارواکي وایي، د اور د مهارولو هڅې لا هم روانې دي، خو تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.
سرچینې زیاتوي چې د پېښې د علت په اړه هم پلټنې پیل شوې دي.

