کرزي استاد مزمل ته د افتخاري دوکتورا مبارکي ورکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ترکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون له لوري استاد محمدزمان مزمل ته د افتخاري دوکتورا ورکړېدو له امله نوموړي ته مبارکي ویلې ده.
کرزي په خپل پیغام کې استاد محمدزمان مزمل یو علمي او فرهنګي شخصیت بللی او د افتخاري دوکتورا ترلاسه کولو په مناسبت یې نوموړي ته خپلې مبارکۍ وړاندې کړې دي.

