کرزي افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو هرکلی وکړ

پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر د «غوره روزنې بنسټ» له لوري افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو هرکلی کړی او دا یې د هېواد د علمي او مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک ګام بللی دی.

نوموړي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد پروګرام له لارې ۷۴ افغانې نجونې د امریکا له بېلابېلو پوهنتونونو فارغې شوې دي. هغه د دغو محصلینو د فراغت مبارکي ویلې او د هغوی علمي بریاوې یې د افغانستان لپاره د ویاړ وړ بللې دي.

حامد کرزي ټینګار کړی چې د هېواد پرمختګ د لوستو او مسلکي کدرونو له روزنې سره تړاو لري او باید د زده‌کړو او کار فرصتونه لا پراخ شي. د هغه په وینا، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د افغانستان د روښانه راتلونکې او ملي پرمختګ لپاره مهمه اړتیا ده.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې روزل شوي ځوانان د هېواد په خدمت، بیارغونه او پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي او خپلې زده‌کړې د افغانستان د سوکالۍ او هوساینې لپاره وکاروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا