کرزي د فریبا هاشمي د سپینو زرو مډال وستایه

د افغانستان بایسکل‌ځغلونکې فریبا هاشمي د جاپان په ناګویا ښار کې د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د ښځو په سړک بایسکل‌ځغلونې سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

هغې سیالي په دوو ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې بشپړه کړه او دویم مقام یې خپل کړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس‌پاڼه کې د فریبا هاشمي دغه بریا ستایلې او هغې او نورو افغان ورزشکارانو ته یې د لا ډېرو بریاوو هیله کړې ده.

د فریبا هاشمي سپینو زرو مډال د افغانستان لپاره په دغو اسیايي لوبو کې لومړنی مډال بلل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا