کرزی: د خپلواکۍ ساتنه پیاوړي، خپلواک او متحد افغانستان ته اړتیا لري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد خپلواکۍ کلیزې په مناسبت افغان ولس ته مبارکي ویلې او د خپلواکۍ په لاره کې یې د مبارزینو سرښندنې او قربانۍ ستایلې دي.
کرزي په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، د خپلواکۍ ساتنه او له هغې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره افغانستان باید پیاوړی او پر خپلو امکاناتو متکي هېواد وي.
نوموړي ټینګار کړی چې د یوه هېواد ځواک په تلپاتې سولې، ثبات، ملي یووالي او له علم او پوهې برخمن ځوان نسل پورې تړلی دی.
هغه ویلي، د روزل شوي بشري ځواک د رامنځته کېدو لپاره باید ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو ته د زدهکړې او تعلیم زمینه برابره شي.
کرزي همداراز د ملي انسجام او ګډ برخلیک پر احساس ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان یوازې د ملي یووالي او ځواک په مټ کولای شي له خپلې خپلواکۍ سمه ګټه واخلي، پرمختګ وکړي او په نړیواله کچه د یوه مسوول او بااعتباره هېواد ځای خپل کړي.
هغه په پای کې افغان ولس ته د خپلواکۍ کلیزه مبارکي ویلې او هېواد ته یې د سولې، سوکالۍ، هوساینې او بریا هیله کړې ده.

