کرکټ بورډ: افغانستان له هند سره درې شلاوریزې سیالۍ هم ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د هېواد ملي لوبډله له هند سره له ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو وروسته درې شلاوریزې نړیوالې سیالۍ هم ترسره کوي.
کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغو شلاوریزو سیالیو کره نېټه لا نه ده اعلان شوې، خو ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ برخه وګرځي.
له بلې خوا، د هند ځینو رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان په روان کال سپټمبر میاشت کې د هند پر وړاندې د درې شلاوریزو سیالیو د لوبلړۍ کوربهتوب هم کوي.
افغان ملي لوبډله اوسمهال په هند کې ده، چې د جون په ۶مه نېټه به د یوې ټېسټ لوبې په لړ کې د هند پر وړاندې ډګر ته ښکته شي. له ټېسټ وروسته به دواړه لوبډلې د جون له ۱۳مې تر ۲۰مې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

