کرېکټ: د افغانستان او هند ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه روانه ده

د افغانستان او هند ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه د هند په نیو چنديګړ کې روانه ده.
هند د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او د لومړۍ ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې یې تر ۲۰ اعشاریه ۴ اورونو پورې د یوې وېکټې په زیان ۸۰ منډې جوړې کړې دي. کې ایل راهول ۳۲ او سای سدرسن ۲۶ منډې لري.
د افغانستان له لوري یوازینۍ وېکټه محمد سلیم ساپي ترلاسه کړه، چې یاشاسوي جیسوال یې د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځاوه.
افغان لوبډله د نوي مشر روزونکي ریچارډ پیبوس تر مشرۍ لاندې په دې سیالۍ کې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کوي او ننګیال خروټي ته په ټېسټ کرېکټ کې د لومړي ځل لپاره د لوبېدو فرصت ورکړل شوی دی.
د دواړو لوبډلو په ترکیب کې یو شمېر نوي لوبغاړي شامل دي. د افغانستان له لوري صدیق الله اتل، رحمنالله ګربز، عبدالمالک، رحمت شاه، افسر ځاځی، عظمتالله عمرزی، شرفالدین اشرف، ننګیال خروټی، ضیاالرحمن او محمد سلیم ساپي لوبېږي، او د هند له لوري یاشاسوي جیسوال، کې ایل راهول، سای سدرسن، ریشب پنت او نور لوبغاړي د شوبمن ګېل په لوبډلمشرۍ کې برخه لري.

