کندهار کې د تندر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي

د کندهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید ویلي، دغه پېښه تېره شپه د میوند ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا، تېره ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د سخت باد له امله پر یوې اته کلنې نجلۍ سولري تخته رالوېدلې وه، چې له کبله یې نوموړې مړه شوې ده.

دا پېښې داسې مهال رامنځته کېږي، چې په وروستیو ورځو کې کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې سخت ورښتونه، توپانونه او تندرونه زیات شوي دي.

د هواپېژندنې ادارو هم د موسمي بدلونونو له امله د ورته پېښو د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا