یوناما افغانانو ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي؛ د سولې او سوکالۍ هیله

یوناما د افغانستان خپلواکۍ ورځې ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې او د هېواد هر وګړي لپاره یې د سولې، سوکالۍ، ملي وقار او له فرصتونو ډک راتلونکي هیله څرګنده کړې ده.
یوناما په خپل پیغام کې ویلي، د خپلواکۍ ورځې نمانځنه د افغانستان له تاریخي هویت او ملي ارزښتونو سره تړاو لري او په همدې مناسبت ټولو افغانانو ته د یوه سولهییز او سوکاله راتلونکي هیله کوي.
یوناما د خپل پیغام ترڅنګ یو تاریخي انځور هم خپور کړی چې د ۱۹۶۱ کال د اګست پر ۱۹مه د افغانستان ملي خپلواکۍ ورځې نمانځلو پر مهال اخیستل شوی دی.
په انځور کې یو شمېر ځوان نڅاکوونکي د خپلواکۍ ورځې په مراسمو کې د نڅا پروګرام ترسره کوي.