یوناما د امنیتي ادارو د حساب ورکونې د پیاوړتیا غوښتنه کړې

یوناما په خپل تازه ۳۸ مخیز راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې د اسلامي امارت اړوندو امنیتي ادارو د څارنې، نظم او حساب ورکونې په برخو کې یو شمېر ګامونه پورته کړي دي.

راپور زیاتوي چې په مهمو امنیتي ادارو کې د داخلي څار واحدونه او اړوندې ادارې رامنځته شوې دي، څو د امنیتي پرسونل د کړنو څارنه، د انضباط پلي کېدل او د شکایتونو څېړنه لا پیاوړې شي.

یوناما ویلي، په دې لړ کې د امنیتي او تصفیې کمېسیون، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار لوی ریاست، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو کمېسیون او ستره محکمه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې مشرې، جورجیت ګانیون ویلي، د امنیتي ادارو له لوري د ترسره شویو تحقیقاتو او انضباطي یا قضایي اقداماتو په اړه د عامه معلوماتو زیاتول کولی شي د حساب ورکونې بهیر لا روڼ او اغېزناک کړي.

نوموړې ټینګار کړی چې روښانه او دوامداره حساب ورکونه، د قوانینو یو شان پلي کېدل، د ادارو د فعالیتونو څارنه او د شکایتونو منظمې څېړنې د ښې حکومتولۍ او د خلکو د باور پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

راپور کې ویل شوي چې په ځینو مواردو کې امنیتي پرسونل د راپور شویو سرغړونو په تړاو نیول شوي، تحقیقات ترې شوي او قضیې یې اړوندو نظامي محکمو ته سپارل شوې دي.

یوناما سپارښتنه کړې چې امنیتي ادارې دې روښانه قوانین او کړنلارې ولري، د ځواک کارول، نیول، توقیف، تلاشي او د عامه نظم ساتلو لپاره مشخص معیارونه دې وټاکل شي او د امنیتي پرسونل د مسلکي چلند لپاره دې لازم اصول پلي شي.

راپور همداراز د شکایتونو لپاره د خوندي او لاسرسي وړ میکانیزمونو پر رامنځته کولو ټینګار کوي، څو خلک وکولای شي خپلې ستونزې او اندېښنې له ډاډ سره شریکې کړي.

یوناما د معلوماتو راټولولو، اسنادو ساتلو او د امنیتي ادارو د څارنې په برخه کې د لا پیاوړو سیستمونو غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، د څارنې، شکایتونو ته د رسېدنې او تحقیقاتو په برخو کې روڼتیا او منظم حساب ورکونه کولی شي د امنیتي ادارو مسلکي ظرفیت او د خلکو باور لا پیاوړی کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا