یوناما راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۵۲۹ میلیونه ډالرو مرستې پیل کړې

یوناما اعلان کړی چې له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۵۲۹ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د برابرولو پلان پیل شوی دی.
د یاد پلان موخه د هغو شاوخوا ۲ اعشاریه ۷ میلیونه افغانانو ملاتړ ښودل شوی چې اټکل کېږي د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې څخه تر دسمبر پورې به له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي.
یوناما ویلي، دغه مرستندوی پروګرام به راستنېدونکو کورنیو ته د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، زدهکړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.
د سرچینې په وینا، د افغان کډوالو د راستنېدو زیاتوالی د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې او ګڼې کورنۍ له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، له همدې امله نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.
یوناما همداراز ټینګار کړی چې د راستنېدونکو افغانانو ملاتړ یوازې د بېړنیو مرستو تر کچې محدود نه دی، بلکې هڅه کېږي چې د هغوی د باثباته ژوند، ټولنیز ادغام او لومړنیو خدماتو د لاسرسي لپاره هم دوامدار پروګرامونه پلي شي.
په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی، چې له امله یې په سرحدي ولایتونو او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د بشري مرستو اړتیاوې هم زیاتې شوې دي.





