یوناما سبا د افغانستان د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي

یوناما اعلان کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي سرپرسته مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله ځانګړې استازې، جورجټ ګګنون، به سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
ټاکل شوې دغه غونډه د جون په اتمه، د دوشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مقر کې ترسره شي. د افغانستان پر وخت به غونډه د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي.
د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د افغانستان وروستي سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت وڅېړل شي او د هېواد اړوند مهمو پرمختګونو ته به کتنه وشي.
تمه کېږي چې د امنیت شورا غړي به د افغانستان د روانو حالاتو، بشري اړتیاوو او سیمهییزو تحولاتو په اړه د یوناما راپور واوري او پر اړوندو موضوعاتو به بحث او نظرونه شریک کړي.

