یوناما په کابل کې د قطر سفارت د ډیپلوماټیکې غونډې هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په کابل کې د قطر سفارت له لوري د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی دی.
یوناما ویلي، د افغانستان له خلکو د ملاتړ او له هېواد سره د رغنده تعامل په برخه کې د قطر سفارت هڅې ارزښتمنې دي او ستاینه یې کوي.
یاده غونډه تېره ورځ په کابل کې د قطر سفارت په کوربهتوب جوړه شوې وه، چې پکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت هم ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکې، د تعامل د پراختیا او د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

