یوناما: چای د کلتور، اړیکو او د خلکو د معیشت مهم سمبول دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي «یوناما» د چای نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چای نه یوازې د ورځني ژوند مهمه برخه ده، بلکې د خلکو ترمنځ د اړیکو، میلمهپالنې او ټولنیز تفاهم مهم سمبول هم ګڼل کېږي.
یوناما په خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان کې چای له نااشنا کسانو، ملګرو او ان هغو کسانو سره هم شریکېږي چې پخوا ترمنځ یې فاصله موجوده وه، چې دا چاره د افغاني ټولنې د درناوي، میلمهپالنې او نږدېوالي دودونه څرګندوي.
یاد سازمان ټینګار کړی، چای په نړیواله کچه د میلیونونو کورنیو د عاید او معیشت مهمه سرچینه ده او د لرو پرتو سیمو په اقتصادي پراختیا، د بېوزلۍ په کمښت او د خوړو خوندیتوب کې مهم رول لري.
یوناما زیاته کړې، د چای نړیواله ورځ د چای د تولید او سوداګرۍ پر دوامدار پرمختګ ټینګار کوي، څو د خلکو اقتصادي ژوند او طبیعي سرچینې خوندي پاتې شي.

