یونېسف: نورستان کې نږدې ۱۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، په نورستان ولایت کې یې د یوې اوبو رسولو پروژې له لارې نږدې لس زره کسانو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر کړی دی.
یونېسف ویلي، یاده پروژه د نورستان په یوې ولسوالۍ کې پلې شوې او موخه یې د کورنیو لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي زیاتول او د ککړو اوبو د کارونې کمول دي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې پاکو اوبو ته لاسرسی د ماشومانو او کورنیو د روغتیا په ښه والي کې مهم رول لري او د ناپاکو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو د مخنیوي لامل کېږي.
یونېسف زیاته کړې چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا لپاره ورته پروژې روانې دي.

