۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، ناڅاپي سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، نن په بدخشان، تخار، بغلان، پروان، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، غور، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۲۰ مليمترو پورې اټکل شوې ده.
هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، شمالي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو سیمو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د بادونو چټکتیا به په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي خطرونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

