۵ ولایتونو کې ۱۱۰۵ راستنو شویو کډوالو ته نمرې وېشل شوې

کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې په هېواد کې پنځو ولایتونو کې ۱۱۰۵ راستنو شویو افغان کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د وزارت په وینا، په ننګرهار کې ۲۸۲، فراه کې ۲۰۴، کندز کې ۱۸۶، هلمند کې ۲۶۳ او کندهار کې ۱۷۰ کورنیو ته د استوګنې ځمکې نمرې ورکړل شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۲ زره او ۱۳۰ ته رسېدلی او دا لړۍ به د شفافو معیارونو او عادلانه میکانېزم له مخې دوام ولري.

مسوولین وایي، د دایمي مېشتېدنې پروګرام موخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د سرپناه برابرول، د منظمې ښاري پراختیا پیاوړتیا او د مناسب ژوند چاپېریال رامنځته کول دي، چې چارې یې په چټکۍ روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا