کابل کې د درې سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې منظورې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې تېره ورځ ترسره شوه، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

د یاد معاونیت په وینا، له هر اړخیزې ارزونې وروسته دغه طرحې د تایید وړ وبلل شوې او د عملي کېدو لپاره اړوند پړاو ته داخلې شوې.

سرچینه زیاتوي، په همدې غونډه کې د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د یو بل سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم مطرح شوه، چې له بحث وروسته اړوندو ادارو ته راجع شوه څو مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه یې وڅېړي او راپور یې د پانګونې له بین‌الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا