محمد قاسمي د اسیايي رزمي لوبو کې برونزو مډال وګاټه

د اسلامي امارت تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، افغان لوبغاړي محمد قاسمي د اسیايي رزمي لوبو په سیالیو کې د خپل هندي سیال په ماتولو سره د برونزو مډال ګټلی دی.

د یاد ریاست په وینا، دغه سیالۍ د ۱۶ تر ۱۸ کلونو عمر ګروپ کې ترسره کېږي، چې پکې قاسمي د ۴۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ګډون کړی و. نوموړي له خپل تاجک سیال څخه د ماتې وروسته په وروستي پړاو کې هندي سیال ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې خپل کړ.

په همدې سیالیو کې بل افغان لوبغاړي روحید ستانکزي د ۶۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړې او ټاکل شوې چې نن له خپل قزاقستاني سیال سره سیالي ترسره کړي.

همداراز فیاض احمد ابراهیمي هم د خپل سیال له ټاکل کېدو وروسته نن د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دغه اسیايي سیالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، چې پکې له شلو څخه د زیاتو هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې ده.

له افغانستان څخه په دې سیالیو کې پنځه لوبغاړي او یو روزونکی ګډون لري.

یادې سیالۍ چې د غویي په ۲۶مه پیل شوې، ټاکل شوې نن سې‌شنبه (د غویي ۲۹مه) پای ته ورسېږي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا