په ۲۱ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۲۱ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، سبا په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان‌وردګ او بامیان ولایتونو کې د بارانونو احتمال شته.

سرچینه وایي، په دغو ولایتونو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌متره پورې اټکل شوې ده.

د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د راټوکېدو خبرداری ورکړی، چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا