ملګري ملتونه: د کډوالو راستنېدو د کورونو اړتیا زیاته کړې

ملګرو ملتونو ویلي، د ښارونو پراختیا او د میلیونونو افغان کډوالو راستنېدو په افغانستان کې د استوګنې پر سیستم فشار زیات کړی دی.

د یاد سازمان په وینا، ګڼې افغان کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بیکارۍ له امله مناسب کور ته لاسرسی نه لري او ډېری خلک په غیر معیاري کورونو کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د نړۍ مشران د آذربایجان په باکو ښار کې د ښاري پراختیا نړیوال فورم کې د کورونو د نړیوال بحران او د ارزانه استوګنې د برابرولو پر لارو چارو خبرې کوي.

سرچینه ټینګار کوي چې افغانستان کې د کډوالو پرله‌پسې راستنېدل د کورونو او بنسټیزو خدماتو اړتیا نوره هم زیاته کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا