چین افغانستان ته د ۴۱ کیمیاوي موادو صادرات محدود کړل

چین اعلان کړی چې افغانستان ته د ۴۱ ډوله خامو کیمیاوي موادو صادرات به لا هم د ځانګړي جواز له مخې ترسره کېږي.
د چین حکومت ویلي، دغه پرېکړه یې د صادراتي کنټرول د پیاوړتیا او د نشهيي توکو په تولید کې د یادو موادو د احتمالي کارونې د مخنیوي لپاره کړې ده.
د چین د رسمي اعلان له مخې، افغانستان، میانمار او لاوس هغه هېوادونه دي چې دغو کیمیاوي موادو ته به یوازې د ځانګړو جوازونو له ترلاسه کولو وروسته لاسرسی ولري.
ورته مهال، بېجېنګ امریکا، کاناډا او مکسیکو ته هم د خامو کیمیاوي موادو د صادراتو د کنټرول نوملړ پراخ کړی او د هغو موادو شمېر یې چې د صادراتي جواز اړتیا لري، له ۱۳ څخه ۱۶ ته لوړ کړی دی.
چین ټینګار کړی چې دا اقدامات د نړیوالو قوانینو، د کیمیاوي موادو د څار او د ناقانونه نشهيي فعالیتونو د مخنیوي په موخه عملي کېږي.

