فراه کې تېر کال له ۳ زرو ډېر جراحي عملیات ترسره شوي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې تېر کال د فراه ولایتي روغتون کې ۳ زره ۵۵۲ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دې شمېر څخه ۱۸۸۲ لوی او ۱۶۷۱ کوچني عملیات شامل دي چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي او د روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موده کې ۳۱ زره ۹۹۶ ناروغانو ته داخلبستر (IPD) او ۱۷۰ زره ۱۴۶ کسانو ته خارجبستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
وزارت زیاتوي، دا مهال په هېواد کې ګڼ شمېر داسې جراحي عملیات ترسره کېږي چې یو وخت به ناروغان د هغوی لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلل.
همداراز ټینګار شوی چې د اسلامي امارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به خلکو ته روغتیايي خدماتو ته لا اسانه لاسرسی برابر شي.

