سالنګ لویه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس ویلي چې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.
نوموړي نن (شنبه، د مې ۲۳مه) ویلي، دا لویه لاره شاوخوا د سهار په ۸:۰۰ بجو وروسته له هغه بېرته پرانیستل شوه چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه.
باید وویل شي چې سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو ترانزیټي او ارتباطي لارو څخه ده چې شمالي ولایتونه له کابل او مرکزي سیمو سره نښلوي. د دې لارې تړل معمولا د مسافرینو او سوداګریزو توکو پر تګ راتګ مستقیم اغېز کوي.
سالنګ د خپل غرني موقعیت او سختو هوايي شرایطو له امله هر کال په ځانګړي ډول د ژمي او باراني موسمونو کې د واورې ښویېدنې، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له خطر سره مخ وي او وخت ناوخت د طبیعي پېښو له امله په موقتي ډول تړل کېږي.

