سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو له امله امنیتي تدابیر سخت شوي

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته نږدې یو ځل بیا د ډزو غږونه اورېدل شوي، چې له امله یې سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او ګرځبندیز اعلان شوی دی.

د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو شکمن کس د سپینې ماڼۍ امنیتي ساحې ته نږدې لیدل شوی و. د امنیتي ځواکونو له لوري تر خبرداري وروسته پر نوموړي ډزې شوې او وروسته ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د خلکو تګ‌راتګ یې محدود کړی دی.

تر اوسه امریکايي چارواکو د شکمن کس د هویت او د پېښې د اصلي انګېزې په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د موضوع په اړه پلټنې روانې دي.

سپینه ماڼۍ د امریکا له تر ټولو خوندي سیمو څخه ګڼل کېږي او ورته امنیتي پېښې معمولاً د امنیتي ځواکونو د بېړني غبرګون او سختو تدابیرو لامل ګرځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا