ملګرو ملتونو د مارخور نړیواله ورځ نمانځلې

ملګري ملتونه د مې ۲۴مه د «مارخور نړیوالې ورځې» په توګه نمانځلې او د افغانستان په ګډون یې د منځنۍ او سویلي اسیا غرنیو سیمو کې د دغه نادر ژوي د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، مارخور چې د غرنیو سیمو یو مهم وحشي ژوی ګڼل کېږي، د استوګنځایونو له کمېدو، غیرقانوني ښکار او اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دی.

د معلوماتو له مخې، مارخور د افغانستان په ځینو غرنیو سیمو کې هم ژوند کوي او د طبیعي چاپېریال د توازن په ساتنه کې مهم رول لري.

ملګرو ملتونو له اړوندو هېوادونو غوښتي چې د دغه نادر ژوي د ساتنې لپاره خپلې ګډې هڅې پیاوړې کړي، څو مارخور او طبیعي استوګنځایونه یې خوندي پاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا